پکتيا؛ په څمکنیو ولسوالۍ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نيونې سيالۍ ترسره شوې
د پکتيا ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په څمکنیو ولسوالۍ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ ملي او دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو او پرمختگ په موخه د غېږ نيونې دوستانه سيالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ، چې په لسو گروپو ويشل شوې، په پای کې د هر گروپ غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ځانگړې ډالۍ ورکړل شوې.