All News
کندهار؛ د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د ميا صاحب لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې
د کندهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري په غازي محمد ايوب خان لوبغالي کې د ۱۶ (ب) لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د مياصاحب لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو پايلوبې ته. . .
د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني معاون حافظ احمد جان د جمناستیک ۲۵ کلبونو له استازو سره وکتل
د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني معاون حافظ احمد جان د جمناستیک په برخه کې د شته ستونزو په موخه د کابل په کچه د ۲۵ کلبونو له استازو سره وکتل.
په دغه ناسته کې د بدني روزنې او ورزش. . .
د تکواندو د ملي لوبډلې د غوراوي لسم پړاو سیالۍ د کابل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د تکواندو ملي لوبډلې د غوراوي لسم پړاو سیالۍ چې د ځوانانو په عمري ډلبندۍ کې له ۲۴ ولایتونو د لسو وزنونو لرونکو ۲۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د زمري په لومړۍ نېټه پیل شوې وې، د کابل لوبډلې په. . .
په کندهار کې د ٤٥ زده کونکو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې
د کندهار ولايت د ورزش ریاست په مرسته د اتلتيک فدراسيون له لوري د اذان خصوصي عالي لېسې د ٤٥ زده کوونکو ترمنځ په ١٠٠ او ٢٠٠ متره واټن وهلو کې د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې.
د دغو سياليو په. . .
زابل؛ طوفان هريرود لوبډلې د "اتحاد او يووالي" په نوم د فوټبال سياليو اتلولي وګټله
د زابل ولايت په مرکز قلات ښار کې د فوټبال سيالۍ چې شپږ ورځې وړاندې د څلور لوبډلو ترمنځ د "اتحاد او يووالي" په نوم پيل شوې وې د طوفان هريرود لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېدې.
د دغو سياليو. . .
په بلخ کې د رسنيزو اړيکو د قوي کېدو او خبر ليکنې سمينار پيل شو
د بدني روزنې او ورزش عمومي رياست د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رياست د استازو له لوري په بلخ ولايت کې د شمال او شمال شرقي نهو ولايتونو د ورزشي آمريتونو د ورزشي خبر جوړونې مسولينو ته د. . .
پکتیکا کې د فوټبال چلینج کپ سیالۍ د پکتیا زرمت لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او فوټبال فدراسیون له لوري د نوموړي ولایت د مرکز، ولسوالیو او پکتیا زرمت لوبډلې په ګډون د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د زرمت لوبډلې په بریا. . .
نورستان؛ په نورګرام ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال ټورنمنټ پیل شو
د نورستان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په لارښوونه د نورګرام ولسوالۍ په ننګراج کلي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو یووالي په نوم د والیبال سیالۍ پیل شوې.
په دغو سیالیو کې مامو الف،. . .
بادغیس؛ طوفان خراسان لوبډلې د قادس ولسوالۍ د فوټبال سیالیو اتلولي وګټله
د بادغيس ولايت د قادس ولسوالۍ اړوند کلیو د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ، چې یوه میاشت وړاندې پیل شوې وې، پرون د طوفان خراسان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې.
په دې سیالیو کې د طوفان. . .
