هلمند؛ د مرکز لښکرګاه ټېپ بال سياليو اتلولي ازاد لوبډلې خپله کړه

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۲۱ - ۱۲:۱۳
هلمند؛ د مرکز لښکرګاه ټېپ بال سياليو اتلولي ازاد لوبډلې خپله کړه

د‌ هلمند‌ ولايت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي ازاد لوبډلې خپله کړه.

د‌ دغو سياليو پايلوبې ته ازاد او پښتون بازانو لوبډلو لار موندلې وه، لومړی توپوهنه پښتون بازانو لوبډلې وکړه او په‌ ټاکلو لسو اورونو کې يې سيالې لوبډلې ته ۱۲۶ منډې هدف کېښود. د لوبې په دويمه پاڼۍ کې ازاد لوبډلې ياد هدف د درېوو لوبغاړو په زيان په اووم اور کې پوره کړ او په اووه ويکټو يې اتلولي خپله کړه.

هېره دې نه وي، چې د دغو سياليو موخه د ورزشکارانو ترمنځ د يووالي فضا رامنځته کول و او په پای کې اتلو لوبډلو ته موټرسايلکلونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS