ننگرهار؛ مومندرې ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۹:۵۳
ننگرهار؛ مومندرې ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ د مومندرې ولسوالۍ په تورخم ښارگوټي کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ هېواد ته د مهاجرينو د ښه راغلاست په مناسبت د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو لومړۍ لوبه د تورخم سټار او ايمان دوست لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه تورخم سټار لوبډلې په وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې يې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۰۰ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې ايمان دوست لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۸۸ منډې وکړې او لوبه يې د ۱۲ منډو په توپير وبايلله.

د ويلو وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا يوه مياشت دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۲:۲۸
Background image

پکتیا؛ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو ټاکنېزې سیالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د جودو فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار کې د د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو ټاکنېزې سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۲:۲۶
Background image

پکتیا؛ په څمکنیو ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د ای ټي ایف تکواندو سیالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند ای ټي ایف تکواندو فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ، د ای ټي ایف تکواندو سیالۍ وشوې.

دغه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۲:۲۰
Background image

د سوک‌ وهنې افغان ورزشکارانو د سوک وهنې اتلولۍ اسیایي سیالیو کې د برونزو مډالونه وګټل

د سوک وهنې اتلولۍ اسیایي سیالیو کې د افغانستان د سوک وهنې ملي لوبغاړي فردوس نجیبي په ۸۰ کیلو ګرامه او مجتبی حیدري په ۵۰ کیلو ګرامه وزنونو کې خپلو چیني سیالانو ته ماته ورکړه او د برونزو. . .

BACK TO NEWS