پکتیا؛ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو ټاکنېزې سیالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د جودو فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار کې د د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو ټاکنېزې سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ د تنکیو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې ۵ تنه غوره ورزشکاران د پکتیا منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
دا سیالۍ د پکتیا ولایت د جودو منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو د موندلو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.