پکتیا؛ په څمکنیو ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د ای ټي ایف تکواندو سیالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند ای ټي ایف تکواندو فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ، د ای ټي ایف تکواندو سیالۍ وشوې.
دغه سیالۍ د ځوانانو، نویو ځوانانو او لویانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې د ۳۰ ورزشکارانو بریاوې خپلې کړې.
د ویلو ده؛ چې د یادو سیالیو موخه په یاد ولایت کې د ای ټي ایف تکواندو ورزش ته وده ورکول وو، چې دوه ورځې یې دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته ستاینلیکونه او مډالونه ورکړل شول.