پکتیکا؛ د یوسف خېلو ولسوالۍ په دمیست کلي کې دمیست سوپر لیګ کرکټ ټېپ بال سیالۍ د میست کلب په ګټه پای ته ورسېدې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۱ - ۱۶:۴۶
پکتیکا؛ د یوسف خېلو ولسوالۍ په دمیست کلي کې دمیست سوپر لیګ کرکټ ټېپ بال سیالۍ د میست کلب په ګټه پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او کرکټ تېپ بال فدراسیون په مرسته په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د دمیست اتلانو کلب له لوري دمیست سوپر لیګ کرکټ ټېپ بال سیالۍ، چې د دې ولسوالۍ په دمیست کلي کې د مرکز او ولسواليو د ۲۵ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې د دمیست کلب لوبډلې په ګټه پای ته ورسېدې.

دغو سیالیو چې ۲۰ ورځې یې دوام وکړ په پایلوبه کې دمیست کلب او ملخ کلب لوبډلې سره مخ شوې، د ملخ کلب د لوبې پچه وګټله او لومړی يې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو شپږ اورونو کې یې ۶۷منډې وکړې.

په مقابل کې دمیست کلب لوبډلې ورکړل شوی هدف د لوبې په پنځم اور کې پوره کړ.

د دغو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول او لیري پرتو سیمو ته د ورزش رسول دي.

په پای کې ګټونکې لوبډلې او غوره لوبغاړو ته جایزې هم ورکړل شوې.

تازه ترین اخبار

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۴:۹
Background image

آغاز سیزدهمین دور رقابت‌های والیبال جام کابل

سیزدهمین دور رقابت‌های قهرمانی والیبال جام کابل میان نُه تیم از سوی فدراسیون ملی والیبال در همکاری با ریاست تربیت عمومی المپیک، تربیت بدنی و ورزش، در جمنازیوم ۲۵۰۰ نفری این ریاست آغاز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۴۳
Background image

مسابقات انتخابی بزرگسالان تکواندوی ولایت کابل آغاز شد

سیزدهمین دور رقابت‌های انتخابی تکواندوی ولایت کابل از سوی فدراسیون ملی این رشته، با همکاری ریاست تربیت بدنی و ورزش ولایت کابل، میان ۱۰۰ ورزشکار از ۱۵ کلپ ورزشی این ولایت در رده سنی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۹
Background image

مسابقات والیبال میان ۱۸ تیم در ولسوالی بغلان مرکزی ولایت بغلان به پایان رسید

رقابت‌های والیبال از طرف نمایندگی فدراسیون این رشته با همکاری آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت بغلان میان ۱۸ تیم از مربوطات ولسوالی بغلان مرکزی این ولایت که از چندی به اینسو ادامه داشت، به. . .

BACK TO NEWS