په کابل کې د ۱۱۰ پهلوانانو ترمنځ د جودو سیالۍ ترسره شوې
د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د جودو فدراسیون له لوري د ارواښاد استاد شفیق او ارواښاد استاد قیس طوطاخېل جام لسم پړاو سیالۍ ترسره شوې، چې د کابل په کچه پکې له اووه کلبونو څخه ۱۱۰ ورزشکارانو ګډون کړی و.
د دغو سیالیو د پیل په مراسمو کې د بدني روزنې او روزش عمومي ریاست د پلان او ستراتیژۍ ارشد مشاور ګلاب الدین خپلواک، د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست د تشراتو رئیس او ویاند الله محمد اتل مشواڼي، د سیالیو د دایرولو امر عزیزالرحمن ملنګ، د یاد فدراسیون مسولینو، ورزشکارانو او یو شمېر د ورزش مینوالو ګډون کړی و.
دغه سیالۍ په څلورو کټګوریو کې ترسره شوې او په مختلفو وزنونو او کټګوریو کې له مختلفو کلبونو څخه ورزشکارانو لومړي مقامونه ترلاسه کړل.
