پکتیکا؛ مټاخان ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مټاخان ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ د یاران لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیاليو په پای کې یاران لوبډلې د ۴۰ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی او یوسف خېل لوبډلې د ۳۸ نمرو په ترلاسه کولو سره بیا دویم مقام خپل کړ.
