خوست ته تللي پلاوي د پاورلفټینګ ولایتي سیالیو پرانېسته وکړه
د افغانستان د المپیک ملي کمېټې او ورزش ریاست لوړپوړي پلاوي خوست ولایت ته د سفر په ترڅ کې د خوست ولایت ورزشي امریت اړوند د پاورلفټینګ فدراسیون په چوکاټ کې د ولایتي لوبو په موخه وزن کشۍ پرانېسته وکړه.
په دغو لوبو د هېواد له اوو ولایتونو څخه (100) لوبغاړي برخه لري، چې د دغې برخې د مشرانو په شتون کې یې وزنونه پورته کړل.
په دغو لوبو کې د کابل، پروان، هرات، غور، پکتیکا، پکتیا، او خوست ولایتونو لوبغاړو ګډون کړی دی.
په یادو لوبو کې د ځوانانو، نویو ځوانانو، لویانو او ماسټرانو په عمرونو کې لوبې وشوې.
ټاکل شوې ده، چې دغه لوبې تر درېوو ورځو د خوست ولایت د قبایلو ریاست د غونډو تالار کې دوام پیداکړي.
