پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د څلورو ولايتونو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سيالۍ وشوې
د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست لهلوري د ياد ولايت په مرکز ګردېز ښار کې له څلورو ولايتونو د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ شپږم پړاو زوني سيالۍ وشوې.
په دغو سياليو کې له لوګر، کابل، پکتیکا او پکتیا ولايتونو څخه ورزشکارانو گډون کړی و، چې په پايله کې پکتیا لومړی، پکتیکا دويم او لوګر بیا درېیم مقام خپل کړ.
دا سیالۍ د کېک بوکسېنګ غوره ورزشکارانو د موندلو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
