د کشتینګیرۍ دوه افغان لوبغاړو په نړۍوالو سیالیو کې د برزو مډالونه وګټل
د تاجسکستان په کوربتوب د کشتنګیرۍ په نړیوالو سیالو کې د کورش ملي فدراسیون دوه افغان لوبغاړو رحیم الله نجمي او ذبیح الله احساني د خپلو سیالانو پر ماتولو د برنزو مډالونه وګټل.
په دغه سیالیو کې رحیم الله نجمي په ۶۵ کیلو ګرامه وزن کې د خپلو اذربایجاني او ایراني سیالانو پر ماتولو او د روسي سیال څخه پر ماتې خوړولو سره د برنزو مډال او ۵۰۰۰ ډالر نغدي جایزه ترلاسه کړه.
همدارنګه ذبیح الله احساني بیا په ۷۸ کیلو ګرامه وزن کې د خپلو کوریايي او ایراني سیالانو پر ماتولو او د تاجسکتاني سیال څخه پر ماتې خوړلو سره د ۵۰۰۰ ډالرو د نغدي جایزې سربیره د برونزو مډال وګاټه.
دغه سیالۍ له اوياوو څخه د ډېرو هېوادونو په ګډون د تاجکستان په دوشنبې ښار کې د زمري پر ٢٣مه پیل شوي او تر ٢٦مې نیټې به دوام وکړي.
