ننګرهار؛ په خوږياڼو ولسوالۍ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکریشن سیالۍ وشوې
د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د پانکریشن فدراسیون د استازولۍ له لوري د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکريشن سيالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لویانو په عمري کټګوريو کې ترسره شوه، چې په پايله کې ۴۰ ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
