کابل کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکريشن دولسم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې
د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د پانکريشن ملي فدراسیون له لوري د کابل ولايت له څلورو زونونو څخه د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د کابل ولايت د پانکريشن دولسم پړاو ټاکنيزې سيالۍ د هېواد ورزش ادارې په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې پيل شوې.
دغه سيالۍ چې په دوو عمري کټګوريو ځوانانو او لويانو کې ترسره کېږي، په پای کې به يې ۲۱ تنه د کابل ولايت د پانکريشن منتخبې لوبډلې ته وټاکل شي.
دغه سيالۍ، چې د کابل ولايت د پانکريشن منتخبې لوبډلې ته د غوره څېرو موندلو په موخه پيل شوې، له پيل وړاندې يې د پانکريشن د قوانينو او مقرراتو او د لوبڅارنې په اړه لوبڅارانو ته يو ورځنی سمينار هم وړاندې شو.
د ويلو ده، چې يادې سيالۍ د پانکريشن ملي فدراسیون د رئيس عجب نور سيار، ورزشي مسوولینو او يو شمير مينوالو په شتون کې پيل شوې، چې يوه ورځ به دوام وکړي.
