میدان وردګ؛ چک ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د میدان وردګ ولایت د بدني روزمې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په چک ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د بند چک لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې بند چک لوبډلې له خپل ١٥٣ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۵۰ منډو په توپیر یې خپلې سیالې ځدراڼ حبیب زوی لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ ټېپ بال ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې لس ورځې یې دوام وکړ.
