هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټسال اختریزې سیالۍ پیل شوې، چې ١٥ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې آریانا لوبډلې د ٢ پر یو ګول په توپیر خپلې سیالې پوپل لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
