پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزمې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز ښرنه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ١٥ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې عمران مددخېل لوبډلې د ٣ پر ٢ ګولونو په توپیر خپلې سیالې یوسف شرنوال لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
