ننگرهار: سيد احمد خېل لوبډلې د کوټ ولسوالۍ د واليبال سياليو اتلولي وگټله

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۰:۲۳
ننگرهار: سيد احمد خېل لوبډلې د کوټ ولسوالۍ د واليبال سياليو اتلولي وگټله

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په کوټ ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د سيد احمد خېل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه کې سيد احمد خېل لوبډلې خپلې سيالې خوشحال بابا لوبډلې ته د ۳ پر ۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادونې وړ ده، چې دغو سياليو ۱۴ ورځې دوام وکړ.