کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۳:۵۹
کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د امام صاحب ولسوالۍ په چهارشنگي سيمه کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د روح الله لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه روح الله لوبډلې خپلې سيالې موج های آمو لوبډلې ته د ۲۸ پر ۱۵ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.

د يادو سياليو موخه واليبال لوبې ته وده ورکول او د دې ولسوالۍ وگړو لپاره د سالمې تفريح برابرول وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.