د افغانستان له ١٧ کلونو کم عمره فوټبال ملي لوبډلې مشر روزونکي او رهبري پلاوي له لوبغاړو سره تيوريکي غونډه ترسره کړه.
د افغانستان له ١٧ کلونو کم عمره فوټبال ملي لوبډلې مشر روزونکي او رهبري پلاوي له لوبغاړو سره تيوريکي غونډه ترسره کړه.
په دغه غونډه کې د لوبې د اصولو، اخلاقو او همداراز لوبغاړو ته د مثبتې انګېزې ورکولو په اړه خبرې وشوې.
روزونکو او لوبغاړو هیله وښوده چې ښې لوبې به وکړي او د هېواد او هېوادوالو ښه استازولي وکړي.
ټاکل شوې چې د ٢٠٢٦ کال آسيايي ملتونو جام سیالیو ته د لارموندنې پړاو سیالیو کې افغانستان خپله لومړۍ لوبه نن ماسپښین ۲:۰۰ بجې له کوربه میانمار لوبډلې سره وکړي
