ميدان وردګ؛ د بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د ميدان وردګ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د کهکشان ولیعصر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې کهکشان ولیعصر لوبډلې د ٤ پر یو ګولونو په توپیر خپلې سیالې ګردن دیوار لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ فوټبال ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
