کابل؛ د‌ هېواد ورزش ادارې د دعوت ارشاد او نشراتو رياست د فدراسيونو له استازو سره د همغږۍ ګډه اصلاحي ناسته وکړه

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۹:۹
کابل؛ د‌ هېواد ورزش ادارې د دعوت ارشاد او نشراتو رياست د فدراسيونو له استازو سره د همغږۍ ګډه اصلاحي ناسته وکړه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د دعوت ارشاد او نشراتو رياست د هېواد د ټولو فدراسيونونو له رئیسانو او استازو سره د اصلاحاتو او همغږۍ په موخه د دې رياست د المپيک کمېټې د غونډو په تالار کې ګډه ناسته وکړه.

په دغه ناسته کې د هېواد ورزش ادارې مالي او اداري رئيس مولوي عبدالناصر هاشمي، د دعوت او ارشاد رئیس مفتي داد محمد بريال عطايي، د المپيکي چارو رئیس داد محمد پاينده اختري، د دې ادارې ورزشي سلاکار قاري حيات الله رحماني، ، د دفتر رئیس فضل الرحمن بري، د نشراتو رئيس اتل مشواڼي، د رهبرۍ غړو او د فدراسيونونو مسؤلينو ګډون کړی و.

د دې ناستې په پيل کې د هېواد ورزش ادارې مالي او اداري رئيس مولوي عبدالناصر هاشمي وويل، اسلامي ن.ظ.ا.م هغه ن.ظ.ا.م دی، چې د دنيا او آخرت ټول امور پکې بیان شوي دي، او موږ يې بايد د ژوند په ټولو برخو کې پر ځان عملي کړو، ځکه چې د دنيا او اخرت ګټه پکې نغښتې ده.

دغه راز د دې ادارې د دعوت ارشاد رئيس مفتي داد محمد بريال عطايي، هغه اصول، چې د امر. با.ا.ل م.ع.ر.ف وزارت له لوري د ورزش په برخه کې جوړ شوي و، د فدراسيونونو مسؤلينو ته بیان شول او د جدي مراعت غوښتنه ترې وشوه.

دغه راز نوموړي د ټولو فدراسيونونو له مسؤلينو غوښتنه وکړه، چې خپلو ورزشکارانو ته د ورزش په دوران کې د اسلامي اصولو مراعاتولو، عورت پټولو او د لمانځه پر پابندۍ ټينګار وکړي.

همدارنګه په ياده ناسته کې د المپيکي چارو رئیس وويل، دا زموږ د ټولو مسؤليت دی چې د ورزش او ژوند په نورو برخو کې اسلامي اصول په پام کې ونيسو او نورو ته يې هم لارښونه وکړو.

د يادې ناستې په لړ کې د دې ادارې د نشراتو رئيس اتل مشواڼي د ورزش د نشراتي برخې د لاښه والي په موخه د فدراسيونونو مسؤلينو ته د اړينو سپارښتنو ترڅنګ وويل ، چې ټول فدراسيونونه بايد د دې ادارې له نوي ډيزاين شوي فارمټ سره سمې خپلې لوحې برابرې کړي.

د دې ناستې په پای کې د هېواد ورزش ادارې د دفتر رئیس فضل الرحمن بري، د ټولو ورزشي فدراسيونونو له مسؤلينو وغوښتل، چې خپلې ستونزې پر وخت له دوی سره شريکې کړي، تر څو پر وخت ورته رسيدګي وشي او هېواد کې د ورزش د لا ودې په لوري ګامونه واخيستل شي، چې د فدراسيونونو له لوري ورته د هر ډول همکارۍ او د يادو اصولو د مراعت کولو پوره ډاډ ورکړل شو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۳۹
Background image

کندز؛ رقابت‌های پهلوانی میان ۶۰ پهلوان در ولسوالی امام صاحب برگزار شد

رقابت‌های پهلوانی میان ۶۰ پهلوان از سوی ریاست تربیت بدنی و ورزش ولایت کندز، در ولسوالی امام صاحب این ولایت برگزار شد.

در پایان این رقابت‌ها، ۳۰ پهلوان با شکست دادن حریفان‌شان پیروزی را. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۲
Background image

ششمین دور مسابقات کیک بوکسینگ با حضور ورزشکاران شش ولایت در نیمروز برگزار گردید

رقابت‌های کیک بوکسینگ از طرف نمایندگی فدراسیون این رشته با همکاری آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت نیمروز میان ۱۲۰ ورزشکار از شش ولایت کشور در سبک کی‌وان برای مدت یک روز دایر گردید.

در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۲۶
Background image

مسابقات لیگ الف فوتبال میان شش تیم در مرکز ولایت دایکندی آغاز گردید

رقابت‌های لیگ الف فوتبال از طرف نمایندگی فدراسیون این رشته با همکاری آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت دایکندی میان ۶ تیم از مربوطات مرکز و ولسوالی‌های این ولایت برای مدت دو هفته راه اندازی. . .

BACK TO NEWS