پکتیا کې د ۷۸ ورزشکارانو ترمنځ د K1 سبک سيالۍ وشوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د رزمي لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په څمکنیو ولسوالۍ کې له څلورو ولايتونو د ۷۸ ورزشکارانو ترمنځ د K1 سبک سيالۍ وشوې.
په يادو سياليو کې له کابل، خوست، پکتیکا او کوربه پکتیا ولايتونو څخه ورزشکارانو گډون کړی وو، چې په پايله کې پکتیا لومړی، خوست دويم او پکتیکا سيا درېیم مقام خپل کړ.
د ويلو وړ ده، چې د دغو سیالیو موخه د ورزشکارانو هڅول وو، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.