ننګرهار؛ کوټ ولسوالۍ کې د څلوېښت لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۶:۴۶
ننګرهار؛ کوټ ولسوالۍ کې د څلوېښت لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په کوټ ولسوالۍ کې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د قاسم لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د سدیس او قاسم لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه سدیس لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د څلورو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٥٨ منډو هدف وټاکه. قاسم لوبډلې ټاکلی هدف د لوبې په وروستي اور کې د پنځو ویکټو په زیان پوره کړ او د پنځو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.

دا سیالۍ لوی اختر د نمانځلو په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته یو عراده موټر سایکل ورکړل شو.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۱:۲۱
Background image

بغلان؛ مسابقات فوتسال با اشتراک چهار تیم در شهر پلخمری برگزار گردید

رقابت‌های فوتسال از طرف نمایندگی فدراسیون فوتبال ولایت بغلان با همکاری آمریت تربیت بدنی و ورزش این ولایت میان چهار تیم از آکادمی بختیار برای مدت یک روز در جمنازیوم ورزشی شهر پلخمری دایر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۹:۵۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۹:۴۸
Background image

کابل؛ هجدهمین دور مسابقات انتخابی تیم ملی پرورش اندام و فیتنس با اشتراک ۲۵۶ ورزشکار به پایان رسید

هجدهمین دور رقابت‌های انتخابی تیم ملی پرورش اندام و فیتنس از طرف فدراسیون ملی این رشته با همکاری ریاست عمومی المپیک، تربیت بدنی و ورزش کشور میان ۲۵۶ ورزشکار از ۲۳ ولایت کشور که از دیروز. . .

BACK TO NEWS