ننګرهار؛ خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ۳۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ۳۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې وزیرو اتفاق لوبډلې د ۲ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې بازار عوض خان لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه پیل شوي دي، چې یوه میاشت به دوام وکړي.