زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د کيک بوکسينگ سيالۍ وشوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د کيک بوکسينگ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټگوريو کې د کيک بوکسينگ سيالۍ وشوې.
دغه سيالۍ، چې د فیروزي، نقیب الله او عبدالقيوم کلبونو ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې، په پايله کې د عبدالقيوم کلب ورزشکارانو په لومړي مقام پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو موخه د کيک بوکسينگ ورزش ته وده ورکول وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.