غزني کې د دیار سنايي غرختنې لوبډله د کیهان غرونو لوړې څوکې ته وختله

د غرني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د غرختنې ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د روضه په مرکز سیمه کې د دیار سنايي غرختنې ۱۰ کسېزه لوبډله د کیهان غرونو لوړې څوکې ته وختله.
یاده لوبډله د دیار سنایي غرونو ۲۶۵۰ متري په واټن لوړې څوکې ته وختله او موخه یې د غرختونکو جسمي چمتووالی و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.