بادغیس کې ورزشکارانو ته اصلاحي سمینار ورکړل شو
د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت د ورزشي فدراسیونونو د استازوليو په مرسته د ياد ولايت د غونډو په تالار کې له ٦٠ زیاتو ورزشکاران ته ښوونیز او اصلاحي سمینار ورکړل شو.
دغه سمینار د ورزشکارانو د دیني پوهې د کچې د لوړولو په موخه ترسره شو او په پای کې ګډونوالو ته د یاد ولایت د ورزشي آمریت له لوری تصدیق پاڼې ورکړل شوې.