ارزگان؛ چارچينو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د غېږ نيونې سيالۍ تر سره شوې
د ارزگان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په چهارچینو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د غېږ نيونې سيالۍ د شاه مشهد لوبډلې په لومړي مقام پای ته ورسېدې.
دغه سيالۍ، چې درې ورځې يې دوام وکړ، په پايله کې شاه مشهد لوبډلې لومړی او گورگين لوبډلې بيا دويم مقام ترلاسه کړ.
د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول ښودل شوي وو، چې په پای کې د ياد ولايت د ورزش امريت له لوري غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.