کندز؛ په قلعه ذال ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست او د واليبال ملي فدراسيون په گډه همکارۍ د قلعه ذال ولسوالۍ په کټه خېلو سيمه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ياد ولايت په کچه د واليبال سيالۍ، چې يوه شپه او ورځ يې دوام وکړ د ق.ا.ر.ي حسن لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې امام صاحب ق.ا.ر.ي حسن لوبډلې خپلې سيالې چهار درې ق.ا.ر.ي خبيب لوبډلې ته د ۳۱ پر ۲۴ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.
د يادولو وړ ده، چې د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او خلکو لپاره د سالمې تفريح برابرول وو.