خوست؛ په صبريو يعقوبيو ولسوالۍ د شپږو کلبونو ترمنځ د واليبال ليگ سيالۍ پيل شوې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په صبریو يعقوبيو ولسوالۍ کې د شپږو کلبونو ترمنځ د واليبال ليگ سيالۍ پيل شوې.
په يادو سياليو کې د بازان، همدرد، افسر خان، الماس، اتلانو، خپلواک او ځوان کلبونو گډون کړی، چې لومړنۍ لوبه يې د ځوان او الماس کلبونو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې الماس کلب خپل سيال کلب ته د ۲ پر ۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.
د يادولو وړ ده، چې د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه ورزش ته د نويو ځوانانو هڅول ښودل شوې، چې شاوخوا يوه مياشت به دوام وکړي.