کابل؛ د دعوت او ارشاد رياست له لوري د اسلامي اساساتو د درېيمې دورې ازموينه واخيستل شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۵ - ۹:۷
کابل؛ د دعوت او ارشاد رياست له لوري د اسلامي اساساتو د درېيمې دورې ازموينه واخيستل شوه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د دعوت او ارشاد رياست لوري د ياد رياست د رييسانو، امرينو او اداري کارمندانو په گډون له خدماتي کارکوونکو څخه، چې شاوخوا ۳۰۰ تنه کېږي، د اسلامي اساساتو د دريمې دورې ازموينه واخيستل شوه.

د دعوت او ارشاد رییس داد محمد بریال عطایي د دغې ازموینې ‏په اړه وویل: دا د امر بالمعروف وزارت له لوري د راکړل شوي نصاب ازموینه ده، چې په روان کال کې مو په منظمه توګه ټولو رئیسانو، آمرینو، ادارې کارمندانو او خدماتي کارکوونکو ته تدریس کړې، چې اوس مو د دوی د ارزونې په موخه ازموینه ورڅخه واخیسته.

ياده دې وي، چې په تېر کې هم د دعوت او ارشاد رياست له لوري ورته ازموينې اخيستل شوې دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۳۸
Background image

دعوت‌نامه مطبوعاتی!

 

دعوت‌نامه مطبوعاتی!

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۳۲
Background image

دعوت‌نامه مطبوعاتی!

دعوت‌نامه مطبوعاتی!

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۲۸
Background image

غور؛ لیگ دسته یک فوتبال ولسوالی دولینه آغاز شد

رقابت های لیگ دسته یک فوتبال ولسوالی دولینه با اشتراک ۱۱ تیم از سوی نمایندگی فدراسیون این رشته در همکاری با آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت غور، در ولسوالی دولینه آغاز شد.

در بازی. . .

BACK TO NEWS