زابل؛ په ارغنداب ولسوالۍ کې اووه لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د والیبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې د اووه لوبډلو ترمنځ د خپلواکۍ د ۱۰۵ کليزې په مناسبت د واليبال سيالۍ، چې يوه اوونۍ مخکې پيل شوې وې، د محمد خېلو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې محمد خېلو لوبډلې خپلې سيالې تناره لوبډلې ته د ۰/۳ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.