زابل؛ په قلات ښار کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره ليگ سيالۍ پيل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۲ - ۱۵:۴۱
زابل؛ په قلات ښار کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره ليگ سيالۍ پيل شوې

زابل ولايت د بدنې روزنې او سپورټ امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز قلات ښار کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره ليگ سيالۍ د هريرود لوبډلې په بريا پيل شوې.

دغه سیالۍ چې ۲۳ ورځې به دوام وکړي، په لومړۍ لوبه کې هريرود لوبډلې خپلې سيالې چلېنجر لوبډلې ته د ۰/۳ گولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.