پکتیکا؛ خوشامند ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د مامورخېلو الف لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۶ - ۱۰:۴۵
پکتیکا؛ خوشامند ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د مامورخېلو الف لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږي او د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په خوشامند ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال اختریزې سیالۍ د مامورخېلو الف لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د مامورخېلو الف او مامورخېلو ب لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې مامورخېلو الف لوبډلې د ۲/صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

دغه سیالۍ د اختر په ورځو کې د سیمې د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو او په ليرې پرتو سیمو کې ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولي کپ او غوره لوبغاړو ته نورې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۳۸
Background image

دعوت‌نامه مطبوعاتی!

 

دعوت‌نامه مطبوعاتی!

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۳۲
Background image

دعوت‌نامه مطبوعاتی!

دعوت‌نامه مطبوعاتی!

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۲۸
Background image

غور؛ لیگ دسته یک فوتبال ولسوالی دولینه آغاز شد

رقابت های لیگ دسته یک فوتبال ولسوالی دولینه با اشتراک ۱۱ تیم از سوی نمایندگی فدراسیون این رشته در همکاری با آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت غور، در ولسوالی دولینه آغاز شد.

در بازی. . .

BACK TO NEWS