د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت د ۱۴۰۲ کال د ورزشي فعالیتونو کلنی راپور:

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۶:۴۰
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت د ۱۴۰۲ کال د ورزشي فعالیتونو کلنی راپور:

زابل د هېواد یو له هغو ولایتونو څخه دی چې په لنډ وخت کې یې ورزش ډېرو لرو پرتو سیمو کې دود شو او په بېلابېلو ورزشي برخو کې یې د پام وړ پرمختګونه کړي دي، همداراز د یاد ولایت لوبغاړو په تېر یو کال کې په مختلفو ورزشي سیالیو کې ګڼ شمېر د سروزو، سپینو زرو او برنزو مډالونه هم ګټلي دي.

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري په تېر ۱۴۰۲ کال کې په بېلابېلو ورزشي برخو کې ۱۹۶ سیالۍ ترسره شوې دي، چې ۱۰۸ یې په مرکز او پاتې۸۸ نورې سیالۍ یې په بېلابېلو ولسوالیو کې ترسره شوي دي.

دغه سیالۍ په والیبال، ټېپ بال کرکټ، نیو فول کنټاکټ، فول رزم، پانکرېشن، رزمي ورزشونو، پاورلفټېنګ، کیک بوکسېنګ، د بدن ښکلا، جمناستیک، کراټې، سانبو کورَش، قوت الرمي، پارکور، بایسکېل ځغلونې، فوټبال، فول کنټاکټ، کیک جستو، واکو کیک بوکسېنګ، توان، وزلوبې او نیزه وهنې، یونیفایټ، ووشو او د عنعنوي لوبو په برخو کې ترسره شوې دي.

همداراز په تېر یو کال کې د باد ولایت د ورزشي آمریت له لوري د ظرفیت لوړونې، بازار موندنې، ورزشي اخلاقو، لوبڅاري، روزنیزو او نورو بېلابېلو برخو کې ۶ ښوونیز او روزنیز سمینارونه هم ترسره شوي دي.

د زابل ولایت د بېلابېلو ورزشونو لوبغاړو د خپل ولایت څخه بهر په اووه نورو ولایتونو کې په بېلابېلو ورزشي سیالیو کې هم ګډون کړی دی، چې په پایله کې یې ۱۷ د سروزو، ۱۱ د سپینو زرو او ۱۴ د برنزو مډالونه ګټلي دي.

د یادونې وړ ده، چې د زابل ولایت یو لوبغاړي د ایران په کوربه توب د قوت الرمي سیالیو کې د ګډون په پایله کې د سرو زرو یو مډال ګټلی دی.

په ټوله کې ۱۴۰۲ لمریز کال د زابل ولایت لپاره په ورزشي برخه کې له لاسته راوړنو ډک کال و، چې د وزلوبې او نیزه وهنې په پنځم پړاو سیالیو کې یې دویم مقام او د ولایتونو په کچه یې د نیزه وهنې په سیالیو کې لومړی، دویم او درېیم مقامونه ګټل یې ښې بېلګې دي.

په ۱۴۰۲ لمریز کال کې په زابل ولایت کې د نیوفول کانټاکت ،کیک جستو، واکوکیک بوکسنګ،کی ون کیک بوکسنګ، هوشاراپو او فول کانټاکټ فدراسیونونو استازولیو تازه په فعالیت پیل کړی دی، چې په اوس وخت کې په یاد ولایت کې د ۲۵ فدراسیونونو استازولي او (۱۹) ورزشي کلپونه فعالیت لري.

دا چې د زابل ولایت ورزشي آمریت د شخصي ودانۍ نه لرلو سره په یو کرايي ودانۍ کې ده، نو دوی نه دي توانېدلي چې، په یاد ولایت کې ودانیز کارونه ترسره کړي. دوی له مرکز څخه غواړي، چې د دوی لپاره بودیجه ځانګړې کړي ترڅو د ورزش کارانو لپاره لا ډېر خدمتونه وړاندې کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۳۹
Background image

کندز؛ رقابت‌های پهلوانی میان ۶۰ پهلوان در ولسوالی امام صاحب برگزار شد

رقابت‌های پهلوانی میان ۶۰ پهلوان از سوی ریاست تربیت بدنی و ورزش ولایت کندز، در ولسوالی امام صاحب این ولایت برگزار شد.

در پایان این رقابت‌ها، ۳۰ پهلوان با شکست دادن حریفان‌شان پیروزی را. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۲
Background image

ششمین دور مسابقات کیک بوکسینگ با حضور ورزشکاران شش ولایت در نیمروز برگزار گردید

رقابت‌های کیک بوکسینگ از طرف نمایندگی فدراسیون این رشته با همکاری آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت نیمروز میان ۱۲۰ ورزشکار از شش ولایت کشور در سبک کی‌وان برای مدت یک روز دایر گردید.

در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۲۶
Background image

مسابقات لیگ الف فوتبال میان شش تیم در مرکز ولایت دایکندی آغاز گردید

رقابت‌های لیگ الف فوتبال از طرف نمایندگی فدراسیون این رشته با همکاری آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت دایکندی میان ۶ تیم از مربوطات مرکز و ولسوالی‌های این ولایت برای مدت دو هفته راه اندازی. . .

BACK TO NEWS