ننگرهار؛ دوبېله ټايگرز لوبډلې د ټغر ټېپ بال کرکټ ليگ سياليو اتلولي وگټله

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۰ - ۹:۳۴
ننگرهار؛ دوبېله ټايگرز لوبډلې د ټغر ټېپ بال کرکټ ليگ سياليو اتلولي وگټله

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري په بهسودو ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د ټغر ټېپ کرکټ غوره لیگ (TPL) سيالۍ د دوبېله ټايگرز لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د دوبېله ټايگرز او پشه يي ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې پشه يي ځوانانو لوبډلو په ټاکلو اتو اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۲۰ منډو هدف کېښود، دوبېله ټايگرز لوبډلې ياد هدف د درېيو لوبغاړو په سوځېدو سره په وروستي اور کې ترلاسه کړ او د اوو ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه.

د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د پخوانيو دودونو ساتل وو، چې شاوخوا يوه نيمه مياشت يې دوام وکړ او په پای کې گټونکې لوبډلې ته يوه عراده بايسکل او غوره لوبغاړو ته کپونه، مډالونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۱:۱۲
Background image

رقابتهای والیبال میان ۲۴ تیم د ولسوالی مومند دره ننگرهار به پایان رسید

نمایندگی فدراسیون والیبال در همکاری با ریاست تربیت بدنی و ورزش ولایت ننگرهار رقابتهای این رشته را میان ۲۴ تیم در ولسوالی مومند دره برگزار نموده بودند با قهرمانی تیم مومند دره به پایان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۱:۹
Background image

پایان رقابتهای والیبال میان ۳۲ تیم در ولسوالی یوسف خیل پکتیکا

نمایندگی فدراسیون والیبال در همکاری با آمریت تربیت بدنی و ورزش پکتیکا و با حمایت مالی شرکت سیاحتی و توریستی ژمن رقابتهای این رشته را میان ۳۲ تیم در ولسوالی یوسف خیل برگزار شده بود با. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۹:۴۱
Background image

BACK TO NEWS