ننګرهار؛ په کوټ ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري په کوټ ولسوالۍ کې د ځوانانو یووالي په نوم د لوبغاړو د استعداد موندلو په موخه د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د ملکزي تندر او عمر سټار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې عمر سټار لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته په ټاکلو لس اورونو کې د ۱۱۷ منډو هدف وټاکه او ملکزي تندر لوبډلې د دوو ویکټو په زیان سره یاد هدف پوره او په اته ویکټو یې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه.
ټاکل شوې چې یادې سیالۍ به دوې میاشتې دوام وکړي.
