هلمند؛ په ګرشک ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د کرکټ ټېپ بال سیالۍ پیل شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۰ - ۱۰:۵۷
هلمند؛ په ګرشک ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د کرکټ ټېپ بال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت له لوري د ګرشک ولسوالۍ ورزشي مدیریت په همغږۍ د «مبارزې» په نوم د اتو لوبډلو ترمنځ د کرکټ ټېپ بال سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو د پیل لوبه د پښتون او میوند لوبډلو ترمنځ وشوه، چې پښتون لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه او په ټاکلو ۱۶ اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۴۰منډې وکړې.

په مقابل کې میوند لوبډلې د یوې ویکتي په زیان سره وړکړل شوی هدف د لوبې په ۱۴ اور کې پوره کړ او لوبه یې وګټله.

په دې سیالۍ کې رئیس وکیل احمد د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

دا سیالۍ چې په ګروپي شکل د ګرشک په ګنج لوبغالي کې پیل شوي، درې اوونۍ به دوام وکړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۱۰
Background image

دعوت‌نامه مطبوعاتي!

دعوت‌نامه مطبوعاتي!

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۵
Background image

دعوت‌نامه مطبوعاتي!

 

دعوت‌نامه مطبوعاتي!

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۴۴
Background image

مسابقات کشتی رستمی با اشتراک ۱۵۰ ورزشکار در ولسوالی شهرک ولایت غور برگزار گردید

رقابت‌های کشتی رستمی از طرف نمایندگی فدراسیون کورش با همکاری آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت غور میان ۱۵۰ ورزشکار از وزن ۵۵ الی ۱۰۰ کیلوگرام برای مدت یک روز در ولسوالی شهرک این ولایت دایر. . .

BACK TO NEWS