ننګرهار؛ تعمیراتو لوبډلې د بهسودو ولسوالۍ د والیبال غوراوي سیالیو اتلولي وګټله
د ننګرهار ولایت د ورزش ریاست له لوري د بهسودو ولسوالۍ د والیبال منتخبې لوبډلې د غوراوي سیالۍ چې د دې ولسوالۍ د ۱۶لوبډلو ترمنځ ۱۲ ورځې وړاندې پیل شوې وې د تعمیرانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبه د تعمیراتو او نجارانو لوبډلو ترمنځ وشوه چې د تعمیراتو لوبډلې خپل سیالې لوبډلې ته د ۳-۰ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او د دې سیالیو اتلولي یې خپله کړه.
په پای کې ګټونکې لوبډلې ته کپ او غوره ورزشکارانو ته مډالونه او ستاینلیکونه هم ورکړل شول.
