په کابل کې د محمدجاوید سخي زاده جام په نوم د سوک وهنې لومړی پړاو سیالۍ ترسره شوې
په کابل کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د سوک وهنې ملي فدراسیون په تمریناتي ځای کې د محمدجاوید سخي زاده جام په نوم د سوک وهنې لومړی پړاو سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې د کابل ښار له لسو کلبونو د ځوانانو کټګورۍ د ۱۷ او ۱۸کلنو له ۴۸څخه تر مثبت ۹۱کیلو وزن پورې ۳۱ ورزشکارانو برخه لرله.
یادو سیالیو چې دوي ورځې یې دوام وکړ موخه یې د ورزشکارانو هڅول او د سوک وهنې ورزش وده ده.
