په کابل کې د جودو روزونکو او لوبڅارانو ته د دوو بهرنیو روزونکو له خوا درې ورځنى ښوونيز سيمنار پيل شو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۶ - ۸:۱۳
په کابل کې د جودو روزونکو او لوبڅارانو ته د دوو بهرنیو روزونکو له خوا درې ورځنى ښوونيز سيمنار پيل شو

د پلازمېنې کابل په انټر کانټیننټال هوټل کې د اسپانیا هیواد د جودو دوو روزونکو او لوبڅارانو "کوميچو فريز او بارکس نيګاري" له لوري د جودو ورزشي رشتې ٧٠تنو افغان روزونکو او لوبڅارانو ته د کوچينګ، ريفرينګ او په کاتا برخو کې درې ورځنى ښوونيز سيمنار پيل شو.

د دغه سيمنار د پيل په مراسمو کې د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست د دفتر رئيس محمد الله احساس، د المپيک ملي کمېټې اجرائیه رئیس داد محمد پاينده اختري، د ورزشي فدراسیونونو امر محمد اعظم کوهي، د جودو فدراسیون رئیس ذبيح الله نظري، د جودو فدراسیون مرستیال حاجي شاه اغا، دوو بهرنيو روزونکو کوميچو فريز او بارکس نيګاري، روزونکو، لوبڅارانو او ورزشکارانو شتون درلود.

د ياد ښوونيز سيمنار د پيل په مراسمو کې د جودو فدراسیون رئیس ذبيح الله نظري راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: دا لومړى ځل دى، چې دا ډول سيمنار دايريږي؛ نو له دې سيمنار څخه بايد نهايي استفاده او زده کړه وکړو او بيا يې په ولايتونو کې عملي کړو.

ورپسې د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست د دفتر رئیس محمد الله احساس خبرې وکړې نوموړي وويل؛ د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست له ټولو ورزشي فدراسیونونو ملاتړ کوي او له ټولو روزونکو او لوبڅارانو څخه مو دا غوښتنه ده، چې له دې سيمنار څخه زده کړه وکړي.

ښاغلي احساس همدا راز زياته کړه؛ ورزشکاران بايد نړيوالو ته له افغانستان څخه مثبت تصوير وړاندې کړي او نه يوازې دا چې په خپلو کې خپل کلتور، فرهنګ او تجربې سره شريکي کړي؛ بلکې بهرنيو روزونکو ته هم د افغانستان کلتور وړاندې کړي.

نوموړي په خپلو خبرو کې وويل؛ په هېواد کې ورزش د ودې او پراختيا په حال کې دی ان تر دې چې اوس تر ولايتونو، ولسواليو او کليو پورې د ورزش لمن غځېدلې ده.

بل خوا د همدې سيمنار ګډونوالو ته د المپيک ملي کمېټې اجرائیه رئیس داد محمد پاينده اختري خبرې وکړې او له ټولو روزونکو يې وغوښتل، چې له ياد سيمنار څخه په ملي او نړيواله کچه استفاده وکړي.

په ورته مهال د جودو يوه تن بهرني روزونکي بارکاس د سيمنار ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې وويل؛ د جودو نړيوال فدراسیون رهبري تل هڅه کړې، چې د جودو په برخه کې ښه پروګرامونه وړاندې کړي او د جودو ورزش ته په نړيواله کچه وده ورکړي.

نوموړي دا سيمنار د يو بل کلتور او عنعناتو د شريکولو په برخه کې يو ښه فرصت ياد کړ.

د جودو فدراسیون د روزونکو او لوبڅارانو لپاره د کوچينګ، ريفرينګ او کاتا برخو په ياد سيمنار کې د کابل، سرپل، فارياب، جوزجان، بلخ، بغلان، کندز، تخار، فراه، هرات او پکتیا ولايتونو تر ٧٠ تنو روزونکو، لوبڅارانو او ورزشکاران ګډون کړی.

دغه سيمنار، چې درې ورځې به دوام وکړي د جودو نړيوال فدراسیون دوو بهرنيو روزونکو او نړيوالو متخصصينو " کوميچو فريز او بارکاس نيګاري" له لوري پر مخ وړل کېږي، چې د کوچينګ، ريفرينګ او کاتا په برخو کې به د جودو افغان روزونکو او لوبڅارانو ته په نظري او عملي بڼه زده کړې ورکړي.

د جودو فدراسیون د معلوماتو له مخې دا لومړى ځل دى، چې دغه بهرني روزونکي افغانستان ته راځي او دا ډول سيمنار وړاندې کوي، چې په دې سره به د جودو افغان روزونکي او لوبڅاران د کوچينګ، ريفرينګ او کاتا په برخه کې په ملي او نړيواله کچه چمتو شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۴۴
Background image

پایان رقابت‌های لیگ برتر فوتبال پنجشیر

رقابت‌های لیگ برتر فوتبال با اشتراک ۱۰ تیم از سوی نمایندگی فدارسیون این رشته در همکاری با آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت پنجشیر، در مرکز شهر بازارک به پایان رسید.

در دیدار نهایی این. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۲۱:۵
Background image

برگزاری رقابت‌های سبک پارت‌فایت ورزش‌های رزمی با اشتراک ۵۰ تن در کابل

رقابت‌های رقابت‌‌های سبک پارت‌فایت ورزش‌های رزمی از سوی فدراسیون ورزش‌های زرمی در همکاری با ریاست عمومی المپیک، تربیت بدنی و ورزش کشور، در جمنازیوم ورزشی ۵۰۰ نفری این ریاست برگزار شد.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۲۱:۲
Background image

مسابقات تشویقی پهلوانی با اشتراک ۲۰۰ ورزشکار در مرکز ولایت کاپیسا برگزار گردید

رقابت‌های تشویقی پهلوانی از سوی نمایندگی فدراسیون این رشته با همکاری آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت کاپیسا و با اشتراک ۲۰۰ ورزشکار از ولایت‌های کاپیسا، پروان و پنجشیر به میزبانی ولایت. . .

BACK TO NEWS