د جمناستیک ۴ کسیزه لوبډله تمریني کمپ کې د ګډون په موخه چین ته روانه شوه
د جمناستیک ۴ کسیزه لوبډله چې دوه ورزشکاران، یو روزونکی او یو هیئت پکې شامل دی په تمریني کمپ کې د ګډون په موخه چین هېواد ته روانه شوه.
د ورزش اداري فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ د خدای پامانۍ مراسمو کې له ورزشکارانو وغوښتل چې په پوره زیار او هڅه دغه تمریني کمپ کې برخه واخلي او نوي څه ترې زده کړي.
دغه سیالۍ د چین په کوربهتوب نانینګ ښار کې د جمناستیک اسیایی اتحادیې په ملاتړ له بېلابېلو هېوادونو د ۵۶ ورزشکاروانو په ګډون د ډسمبر پر لومړۍ پیلېږي او تر ۹مې نېټې به دوام وکړي.
