کابل؛ چهاراسیاب ولسوالۍ کې د ۱۵ ښوونځيو د زده کوونکو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ ترسره شوه
د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند په مدرسو، ښوونځيو او پوهنتونونو کې د ورزش د ودې رياست له لوري، د اتلتيک ملي فدراسیون او د چهاراسیاب ولسوالۍ د ښوونې امريت په همکارۍ د چهاراسیاب ولسوالۍ د ۱۵ ښونځيو د ۷۵ زده کوونکو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ ترسره شوه.
په دغه سيالۍ کې زده کوونکو په دوو واټنونو ۱۵۰۰ متره او ۸۰۰ متره کې د ځغاستې سیالۍ ترسره کړه، چې په پای کې يې په ۱۵۰۰ متره واټن کې احمد لومړی مقام، وسيم دويم او ميرويس درېيم مقام خپل کړ.
دغه راز په ۸۰۰ متره واټن کې بیا سيف الرحمان لومړی مقام، اکرام الدين دويم او مجيب الله درېيم مقام ترلاسه کړ.
ددې سياليو د پيل په مراسمو کې د چهاراسیاب ولسوالۍ د پوهنې امر نور الرحمن ح.ق.ان.ي وويل، د چهاراسیاب ولسوالۍ په بېلابېلو ښوونځيو او مدرسو کې شاګردان په مختلفو ورزشونو بوخت دي او د مسلکي استادانو له لوري ورته د ورزش ځانګړې مضمون هم تدريسېږي.
دغه راز د کابل ولايت د پوهنې رياست د ورزش مسوول علي بيرشک د خپلو خبرو په ترڅ کې دغه ډول سيالۍ مهمې وبللې او زياته يې کړه چې موږ به په راتلونکي کې په نورو برخو کې هم د هېواد ورزش ادارې سره په همکارۍ برنامې جوړې کړو.
د ويلو ده، چې ياده سيالۍ د غوره استعدادونو موندنې او ورزش تر ليرې پرتو سيمو پورې د رسونې په موخه د مدرسو، ښوونځيو او پوهنتونونو کې د ورزش د ودې رياست رييس مولوي نقيب احمد الفت، د چهاراسیاب ولسوالۍ د ښوونې امر مولوي نور الرحمان ح.ق.ان.ي، ورزشي مسوولینو، د ښوونځيو استادانو او زده کوونکو په شتون کې ترسره شوه، چې په پای کې يې مقام ګټونکو زده کوونکو ته، کپونه، مډالونه، ستاينليکونه او ډالۍ ورکړل شوې.
