هلمند؛ بغني ولسوالۍ کې د ٢٠٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت به بغني ولسوالۍ کې له بغني او باغران ولسوالیو د ٢٠٠ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.
د بادو سیالیو په پایله کې د باغران ولسوالۍ پهلوانانو د زیاتو نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام خپل کړ.
دا سیالۍ د غېږ نیونې دودیزې لوبې ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.
