میدان وردګ؛ د ا.ا.ا پنځمي کالیزي په وياړ د اتو ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ وشوې
د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ووشو ملي فدراسیون له لوري د ا.ا.ا پنځمي کالیزي په وياړ د اتو ولايتونو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ وشوې.
په دغو سیالیو کې چې د ميدان وردګو ولايت په کوربتوب جوړې شوې وې، د خوست، پروان، لوګر، کابل، کندهار، زابل او غزني ولايتونو څخه پکې ۱۰۰ ورزشکارانو ګډون کړی و، چې په پايله کې لوګر د ۳۵ طلا مډالونو په ترلاسه کولو سره لومړي او میدان وردګو ولایت د ۲۲ طلا مډالونو په ترلاسه کولو دويم مقام تر لاسه کړ.
