پکتیا؛ څمکنیو ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې
د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په څمکنیو ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سيالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو په عمري کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې ۱۰ ورزشکارانو خپلو سيالانو ته ماتې ورکړې او لومړي مقامونه یې وګټل.
