هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزمې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالي د پټان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې پټان لوبډلې د اوو ویکټو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
داسیالی دځوانانو ترمنځ د یووالی او ورزش ته د هڅولو په موخه ترسره شوې، چی دوې اوونۍ یې دوام وکړ.
