ميدان وردگ کې د ۳۰ سوک وهونکو ترمنځ سيالۍ وشوې
د ميدان وردگو ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د سوک وهنې فدراسیون د استازولۍ له لوري د مرکز ميدان ښار په طوفان کلب کې د ۳۰ سوک وهونکو ترمنځ د سوک وهنې تشويقي سيالۍ وشوې.
دا سیالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري او بېلابېلو وزني کټگوریو ترسره ترسره شوې، چې په پايله کې يې ۱۵ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
