لغمان؛ مرکز مهترلام ښار کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز مهترلام ښار پنځمه ناحیه کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د پنځمې ناحیې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې پنځمې ناحیې لوبډلې د ۳ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې میر حسین لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې ۱۶ ورځې یې دوام وکړ.
